په پښین کې شنه نسوار څنګه جوړېږي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پښین کې د شنو نسوارو جوړولو چکۍ دي چې پکې یو شمېر خلک کار کوي. خو دا نسوار جوړوونکي وايي، د برېښنا کموالي له کبله یې کاروبار اغېزمن شوی دی. ورسره په ویډیو کې ګورئ چې د چکیو کارکوونکي په څنګه ماحول کې نسوار جوړوي او ولې دا کار مشکل بولي.