د ځلوزو کېمپ کې ځول او جل وهلي باجوړي کډوال
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د باجوړ له چارمنګ کوټکي په ۲۰۰۸م کې بې کوره شوې ځېنې کورنۍ لا اوس هم خپلو سيمو ته نه دي ستانه شوي. د کوټکي دغه نږدې ۱۰۰ کورنۍ د نوښار په جلوزو کېمپ کې ډېر ستونزمن او کړېدلی ژوند کوي.
دا بې کوره شوې کلک وايي چې د خانانو په کورونو کې به اوسېدل خو اوس يې خانان د ځینو ناندریو له کبله خپلو سيمو ته نه پرېږدي.
له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړی حاجي بسم الله خان وايي چې د دې بې کوره خلکو له خانانو سره د کورونو پر ملکيت اختلاف دی.
د ځلاند يوسفزي ويډيو