لندن برید: د پولیس او مشکوک بریدګر په ګډون څلور وژل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د لندن پولیس وايي، د چارشنبې یا شورو پر ورځ له برتانیوي پارلېمان سره نېږدې په ترهګر برید کې یو پولیس افسر په چړو وژل شوی او دوه کسان د وسله وال په ګاډي وهل شوي دي. د دوی په وینا، یوه مشکوکه بریدګر پر وېسټمنسټر پله پر روانو دوو کسانو موټر وخېژاوه. پولیس وايي، د دوی په باور یوازې یو کس دا برید کړی دی چې پکې لږ تر لږه ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي. خو دوی وايي چې د ترهګرۍ مخنیوي څانګه یې پلټنې کوي او دا امکان هم شته چې ښايي په برید کې نور کسان هم شریک ول. ویډیو: (اسوشیتډپرس،رادسلاو روکوسکي،رویترز)