له تېرو دوو میاشتو راهیسې چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه کار پیل کړی دی، د امریکا په وروستیو انتخاباتو کې د نوموړي په ګټه د روسيې لاسوهنې موضوع خورا ګرمه ده.
په دې لړ کې راپورونه خپاره شول چې اېف بي ای یا د امریکا فېډرالي تحقیقاتو ادارې د ولسمشر ټرمپ له ځینو سلاکارانو پلټنه کړې او له روسيو چارواکو سره يې د هغوی د اړیکو د ادعاوو په اړه ترې پوښتنې کړې دي.
د فېډرالي تحقیقاتو ادارې مشر جېمز کومي په دوشنبه د کانګرس استازیو مجلس د استخباراتو کمېټۍ ته دا تائید کړه چې پلټنې روان دي.
نوموړي وویل، په دې اړه پلټنې کېږي چې ایا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د مسولانو او روسيو چارواکیو ترمنځ ارتباط موجود و؟ که و نو څه بڼه يې درلوده؟ او ایا د ډونالډ ټرمپ د کمپاین او روسيې د هڅو ترمنځ کومه ډول همغږي وه او که څنګه؟
د اېف بي ای مشر دا هم وویل چې نه دی او نه هم د امریکا د عدلې وزارت داسې شواهد لري چې د ولسمشر ټرمپ دا ادعا تاید کړي چې پخواني جمهور رئیس بارک اوباما نیویارک کې د ټرمپ د دفترونو جاسوسي کړې ده.
ښاغلي کامي زیاته کړه:
"د ولسمشر دې ټویټر پیغامونو ته په پام سره چې ادعا کوي پخوانی ادارې د ده ټیلیفوني مکالمې اوریدلي، زه داسې هېڅ معلومات نهلرم چې دا ټویټر پیغامونو تائید کړي. موږ په دې اړه په ډېره دقیقه توګه د فدرالي ادارې د تحقیقاتو په اداره کې پلټنه وکړه."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مارچ میاشت په څلورمه نېټه په خپلې ټویټرپاڼه کې ولیکل چې پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغه ټیلیفوني پیغامونه اوریدلي او څارلي يې دي.
د استازو د مجلس د استخباراتو کمېټه د متحده ایالاتو د کانګرس له هغو پینځو کمېټو څخه ده چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسيې لاسوهنې په باب پلټنې کوي.
په همدې حال کې د امریکا ملي امنیت ادارې مشر مایک روګرز د ټرمپ ادارې وروستۍ ادعا چې ویلي یې دي ملي امنیت د بریتانيا له استخباراتو غوښتي ول چې د ډونالډ ټرمپ جاسوسي وکړي، په کلکه رد کړه.
د امریکا استخباراتي ادارو په تېره جنورۍ میاشت راپور خپور کړ چې د دوی د اټکل له مخې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د لاسوهنې فرمان خپور کړی وو.
روسيې بیا بیا د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه رد کړې او ولسمشر ټرمپ او اداره هم دا ردوي چې ګواکې ده او یا د ده انتخاباتي کمپاین دې له روسيو چارواکو سره کوم ډول غیر مناسب او د نه منلو وړ اړیکې لرلې وي.