زاخېلوال د پولې پرانيستو هرکلى وکړ

په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال د وزیر اعظم نوازشريف د هغه اعلان هرکلى وکړ چې له افغانستان سره تړلیو لارو پرانيستلو په باب یې کړی وو.

زاخېلوال وايي دغه اعلان د لندن د تېرې اونۍ غونډې په نتيجه کې کېږي او پوله به بې له یوڅه شرطه پرانيستل کېږي.

ده وويل د پولې بيرته پرانيستل کېدل د دغو دواړو هېوادونو پر خرابو اړيکو هم مثبت اغېز لرلاى شي.

له افغان سفير سره د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له حضرت عمر زاخېلوال سره مرکه.