پکتیکا: ډرون بريد د القاعدې پاکستانی قوماندان وواژه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تحريک طالبان پاکستان ځينو سرچينو نن مشال ريډيو ته وويل چې قاري ياسين پرون د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د امريکې په يو ډرون بريد کې ووژل شو. قاري ياسين د استاد اسلم په نوم هم پېژندل کېده او د پنجاب صوبې وو. پر هغه، د پاکستان په پخواني پوځي آمر، پروېز مشرف د حملې کولو تور وو. تر اوسه په دې اړه افغان او پاکستانيو چارواکو هېڅ نه دي ويلي. د سېلاب مسود راپور