رضا رباني: پوځي عدالتونو ته اجازه ورکول ښه کار نه دی

رضا رباني

د پاکستان سیاسي ګوندونو که څه هم پوځي عدالتونو ته یو ځل بیا د کار پیلولو اجازه ورکړې ده خو په عین حال کې زیاتره ګوندونه دا ګام له یو جمهوري ملک سره وړ نه بولي.

اسلام اباد: د پاکستان د سينټ چيرمېن ميا رضا رباني ويلي دي چې د پوځي عدالتونو موده غځول يو ښه ګام نه دی او ښايي دا مسله تر ۲۰۱۹م کال هم پسې واوړي.

د پاکستان پپلز ګوند مخکښ رضا رباني دا خبره د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د سينټ غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده.

د پاکستان سېنټ او قومي اسمبلۍ په ۲۰۱۴م کال کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر برید وروسته د دوو کلونو لپاره پوځي عدالتونو ته د فعالیت اجازه ورکړې وه.

د سخت دریځۍ د مخنیوي او ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د جوړ شوو هغو پوځي عدالتونو موده د روان ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۷مه نېټه پای ته رسېدلې وه.

رضا رباني ویلي چې له سېنټ او قومي اسمبلۍ سره ژمنه شوې وه چې د پوځي عدالتونو دوه کلنه موده سر ته ورسېږي نو به یې نوره اړتیا نه وي.

خو د ده په وینا ، اوس دوه کاله وروسته یو ځل بیا د پوځي عدالتونو ته د اجازې لپاره د ملک په اساسي قانون کې ګوتې وهل کېږي.

رضا رباني زیاته کړې چې دی د خبري رسنیو له لارې خبر شوی دی چې ټول ګوندونه یو ځل بیا پوځي عدالتونو ته د فعالیت پر اجازه ورکولو سره سلا شوي دي کوم چې د ده په وینا د افسوس خبره ده.

د سېنټ چرمېن رضا رباني دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې په پارلمان کې غړي لرونکو ټولو ګوندونو د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په دې اړه غونډه وکړ.

تر غونډه وروسته له واکمن مسلم لیګ نواز ډلې سره اړه لرونکي د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق خبري غونډې ته ویلي و چې سیاسي ګوندونو د پاکستان موجوده صورتحال ته په کتو د پوځي

عدالتونو موده په مشروط ډول تر دوو کالو لپاره د غځولو پرېکړه کړې ده.

سردار ایاز صادق وویل چې په دې لړ کې به ترمیمي قانوني مسوده د دوشنبې پر ورځ قومي اسمبلۍ او تر هغه وروسته سېنټ ته د منظورۍ لپاره وړاندې کېږي.

د پاکستان سیاسي ګوندونو که څه هم پوځي عدالتونو ته یو ځل بیا د کار پیلولو اجازه ورکړې ده خو په عین حال کې زیاتره ګوندونه دا ګام له یو جمهوري ملک سره وړ نه بولي.

د پاکستان تحريک انصاف پارلماني استازی علي محمد خان وايي چې پوځي عدالتونه په يو جمهوري ملک کې نه دي پکار خو د ده په وینا ، دا وخت په ملک کې د ترهګرۍ پرضد جنګ روان دی نو دا وجه ده

چې ګوند يې د پوځي عدالتونو د مودې غځولو ملاتړ کوي.

خو په قومي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی عبد القهار ودان وايي که حکومت په قومي اېکشن پلان په سمه توګه عمل کړی وای نو نن به د دې پوځي عدالتونو هېڅ اړتیا نه وه پاتې شوې.

قهار ودان زیاته کړې چې د پوځي عدالتونو د مخالفت يوه غټه وجه دا هم ده چې دا عدالتونه دوامداره ونه ساتلې شي ځکه چې پاکستان يو اييني ملک دی خپل يو قانون او ادارې لري او د هرې ادارې خپل

کارونه دي نو د پوځ کار د ملک حفاظت کول دي بايد چې هغه وکړي.

خو د وزيراعظم نواز شريف سلا کار امير مقام وايي چې له ملکه د ترهګرۍ ختمولو لپاره دا اړینه ده چې د پوځي عدالتونو موده وغځول شي.

د امیر مقام په وینا ، حکومت دا ګام له ټولو سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته پورته کوي.

په ۲۰۱۴م کال کې د ملک په اساسي قانون کې تر بدلون وروسته نهه پوځي عدالتونه جوړ شوي وو خو دا ځل لا نده مالومه چې ټول به ځو پوځي عدالتونه او چېري وي.