په کراچۍ کې وړیا کتابتون
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کراچۍ په هجرت کالونۍکې یو شمېر ځوانانو وړيا کتابتون او د مطالعې ځای جوړ کړی.
په يوه تنګه کوڅه کې د ۲۰۱۴م کال راهیسې جوړ دا کتابتون د کرایې په يوه ودانۍ کې جوړ دی چې مصرف يې ټېلنټډ يوت ارګنايزېشن په نوم د ځوانانو سازمان ورکوي. په دې کتابتون کې زياتره د انګرېزۍ ژبې کتابونه پراته دي کوم چې يو غېردولتي ادارې ورکړي خو دا ځوانان وايي چې دوی د پښتو او اردو کتابونو ته اړتيا لري ځکه چې په دې سيمه کې زياتره پښتانه اوسي.
په دې اړه د محمدعمران ویډیو وګورئ.