سعودي کې مړ نرښځی خاورو ته وسپارل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات د بريکوټ یو اوسېدونکی چې په اړه یې ویل کېږي چې نرښځی وو، په سعودي عرب کې تر مړینې وروسته خپلې هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی. دی محمد امین نومېده چې مینو په نوم هم پېژندل کېده. د ده خپلوان وايي، ورسره ((زیاتی او ظلم)) شوی دی او په سعودي عرب کې یې هېچا مرسته نه کوله. د سعودي عرب ډاکتران وايي، مینو د زړه حملې له کبله مړ شو. ویډیويي رپورټ وګورئ.