روسۍ دولتي رسنۍ وايي، ترکی ولسمشر رجب طیب اردغان او د هغه روسی سیال ولادمیر پوتین په مسکو کې په خپله نننۍ لیدنه کې پراخه او تفصیلي اېجنډه لري.
تاس او انټرفیکس خبري اژانسونه وايي،د دواړو مشرانو په اېجنډا کې د شام او عراق شخړې، اقتصادي ستونزې او د ترهګرۍ پر ضد جګړه شامل دي.
رپورټونه وايي، د ډېسېمبر پر ۱۹مه په ترکیې کې د روسي سفیر اندرې کارلوف د وژنې پر پلټنو به هم خبرې کېږي.
اردغان پر داسې مهال روسیې ته په سفر دی چې د ناټو له متحدینو او له اروپايي ټولنې سره یې کړکېچ زیات شوی دی. د روسیې ولسمشر ویاند دمیتري پېسکوف د پنجشبنې په ورځ
په مسکو کې خبریالانو ته وویل، د اردغان او پوتین د خبرو اېجنډا چې څومره کېدای شي مفصله به وي.
ده زیاته کړه چې دا تر ((بحراني حالت وروسته)) د دواړو هېوادونو د ((اړیکو بیا عادي کولو بهیر دی.))