د تورخم لاره او د خلکو ستونزې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د مارچ په ۷ او ۸مه نېټه هغو افغانانو ته د تورخم او چمن لارې خلاصې دي چې پاکستان ته په وېزو تللي او بېرته غواړي خپل وطن ته ستانه شي. د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت پرون (دوشنبه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د تګ راتګ لارې به د هغو پاکستانيانو لپاره هم پرانيستې وي چې په وېزو افغانستان ته تللي او بېرته پاکستان ته تلل غواړي. د خبر پاڼې تر مخه د پاکستاني وزيراعظم دبهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز نن دا پرېکړه اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال ته په ټيليفوني خبرو کې اورولې ده.