انګیلا مېرکل د هغو پاليسيو په ملاتړ څرګندونې کړې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورباندې سخت انتقاد کړى دى.
د جرمني په برلين کې چارواکي وايي د دې هیواد وزیراعظمه انګېلا ميرکل لس ورځې وروسته په واشنګټن کې له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته دواړو رهبرانو په خپلو کې ټليفوني خبرې کړې وې.
انګیلا مېرکل د هغو پاليسيو په ملاتړ څرګندونې کړې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورباندې سخت انتقاد کړى دى.
نوموړې د ولسمشر ټرمپ د هغه نظر مخالفت کړى و چې ناټو يې يو منسوخ سازمان بللى و.
انګیلا مېرکل وايي، د واشنګټن او اروپا ترمنځ نېږدې همکاري بايد د ډيموکراسۍ، ازادۍ او د هر فردحقونو د مراعتولو او درناوي په ګډون پر ګډو ارزښتونو ولاړه وي.
ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاينونو پر مهال د کډوالو په اړه د انګیلا مېرکل پر تګلارې نیوکې کړې وې.