د امریکا سنا د سوداګرۍ وزارت لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوماند ویلبر راس د دوشبنې په ورځ تائید کړ.
که څه هم له روسي واکمنو سره د راس احتمالي اړیکو په اړه پوښتنې شته خو نوموړی په سنا کې د ۷۲ موافقو او ۲۷ مخالفو رأیو په ګټلو سره تائید شو.
راس امریکایي میلیاردر دی چې د ستونزمنو بزنسونو په منلو کې تخصص لري.
د سنا ډموکراتو غړو، هغه مهال چې راس په ۲۰۱۴ کال کې د قبرس بانک مرستیال مشر و له روسیې سره د هغه د اړیکو په اړه شک څرګند کړی.
په دې بانک کې چې په ۲۰۱۳ کال کې د اروپايي هېوادونو او د پیسو د نړیوال صندوق په مالي مرسته له دیوالیه کېدو څخه وژغورل شو ډېرې ونډې د ویکتور ویکسیلبیرګ په نوم د حکومت د پلوي روسي پانګهوال دي.
ډموکرات سناتورانو له راس څخه پوښتلي دي چې آیا په رښتیا سرهیې د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال له روسي چارواکو او اجنټانو سره تماسونه درلودل که نه؟
خو د راس د تائید په غونډه کې دا پوښتنې رابرسېره نهشوې او ده له دې مخکې هم دې پوښتنو ته ځواب نهدی ویلی خو په سنا کې په ډېرو رأیو د نوموړي تائید ښيي چې ډموکرتان هم د ده له غوراوي سره مخالف نهوو.