د لورالايي ړنګول شویو کورنو اغېزمن په ۶۰مه ورځ هم پر احتجاج

د بلوچستان د لورالايي رساله لاين سيمې اوسېدونکي چې په اسلام آباد کې په احتجاج دي وايي چې د اېف سي ځواکونو يې کورونه ونړول او دوی يې بې کوره کړل.

په اسلام آباد کې د پرېس کلب پر وړاندې له تيرو دوه مياشتو راهیسې په احتجاج ناست دې متاثرينو مشال راډيو ته وويل چې د لورالايي په رساله لاین سیمه کې له تېرو نېږدو پنځوسو (۵۰) کلونو راهیسې ژوند کولو خو د ۲۰۱۶م کال د دسمبر په اتويشتمه (۲۸) نېټه د اېف سي عسکرو ورله کورونه وړنګول.

دغه متاثرين چې پکې ماشومان او زنانه هم شامل دي وايي چې په بلوچستان کې يې بیا بیا احتجاج وکړ خو چا يې ږغ وا نه ورېدلو نو آخر په اسلام اباد کې په احتجاج کولو مجبوره شولو.

په احتجاج کې یو ګډونوال جهانګير خان وايي چې د لورالايي په رساله لاين سيمه کې يې تر درې نيمو سوو (۳۵۰) زيات کورونه دي تر څو چې حکومت ورته دغه کورونه نه وي واپس کړي نو تر هغو به په اسلام آباد کې خپل احتجاج جاري ساتي.

د رساله لاين څخه راغلې يوه مېرمن اختر بي بي وايي چې د دوی د ستونزې هوارولو لپاره د روانې مياشتې په اتمه (۸) نېټه يوه کمېټۍ جوړه کړل شوه خو تر دې دمه دغه کمېټۍ نه خو لورالايي ته تللې او نه يې له دوی سره لیدلي دي.

مشال راډيو چې کله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ نه تپوس وکړو چې کمېټۍ به کله خپل کار پیلوي نو نوموړي وویل چې کمېټي خو په اتمه نېټه جوړه شوې خو سېنېټ يې په شلمه نېټه منظوري ورکړه نو اوس به يې کوښښ هم دا وي چې ژر تر ژره لورالايي ته ولاړ شي او د هغه ځای تر دورې ورستو بيا دا متاثرين واورو نو بيا به قايمه کمېټۍ ته خپل راپور وړاندې کوو.

دې متاثرينو د دې ستونزې پحقله مشال راډيو چې کله له لورالايي منتخب د جميعت علماء اسلام ف ډلې پارلماني استازي مولوي امير زمان سره تماس ونيولو نو نوموړي د خپلو مصروفياتو له وجې د خبرو له کولو ډډه وکړه.