د بوري د اوسېدونکو احتجاجي ناستې دوه میاشتې پوره شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د لورالايي (د سیمې خلک یې بوری بولي) ځېنې اوسېدونکي له دوو میاشتو راهیسې د اسلام اباد خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته کوي. دوی تور پورې کړی چې امنیتي ځواکونو یې خام یا کچه کورونه ورڅخه نیولي او وران کړي دي. دا کورونه دوی ته سرکار په اوږدمهاله کرایې یا لیز ورکړي ول. دوی غوښتنه کوي چې حکومت ته ورته متبادلې سرپناوې ورکړي. نور په ویډیو کې.