په سوات کې د ((شړۍ او پکول ورځ)) لمانځل شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات په مینګوره کې د پښتنو د دودیزو جامو – شړۍ او پکول – ورځ لمانځل شوې چې ورته ګڼ ولسي وګړي او فعالان ورغلي ول. د ټولنیزو چارو پوهان وايي، د دې ورځ لمانځلو موخه دا وه چې د پښتنو په اړه ناسم پوهاوي او تاثرات ختم کړل شي. دوی وايي، پښتنو ته په کار دي چې له خپل دود، دستور او رواج سره مینه ولري. نور په دې رپورټ کې.