'خوشال خټک پوهېدو که ولسونه یوموټي شي باچاهان ورته سلامي شي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر افراسياب خټک وايي، پښتنو تل مزاحمت کړی دی چې لويه بېلګه يې د خوشال خان خټک مزاحمتي شاعري ده نو ځکه خو هغه د يوه ليکوال ترڅنګ د خپل حق اخېستو او خپل ولس د رابېدارولو هڅې د ليک او عمل له لارې کړې وې. هغه وویل خوشال خان خټک یو ډېر ستر ځیرک انسان وو او پر دې پوهېدو که ولسونه یوموټي شي نو هېڅ زورور ورته د ټینګې نه دی. نوموړي دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه په اسلام اباد کې د ژبو نړیوالې ورځې په تړاو د خوشال خان خټک ۳۲۸ م تلین او ادیب او سیاسي فعال ډاکټر خالق زيار ته د پېرزونې وړاندې کولو یوې غونډې ته کولې. د محمد عمران ویډيو