د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ليفټيننټ جنرل ايچ آر ميک ماسټر د خپل نوي امنیتي سلاکار په توګه غوره کړی دی.
جنرال ميک ماسټر له دې دندې څخه د مایکل فلین تر استعفا وروسته نومول شوی دی.
ډونلډ ټرمپ دا اعلان د دوشنبې په ورځ په فلوریډا ایالت کې په خپل هستوګن ځای کې وکړ.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وويل چې ميک ماسټر د ترهګرۍ ضد جګړې پوه دی، تکړه او د ډېرې تجربې خوند دی.