په دې کنفرانس کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس، د دفاع وزیر جیم میټیس او د قامي امنیت وزیر جوهن کېلي د امریکايي پلاوي مشري کوي.
دا غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ناټو د کردار په اړه څرګندونو په اروپايي هېوادونو کې ویرې راولاړې کړي دي.
د مونښ امنیتي کنفرانس تنظیموونکي ولفګنګ ایښینګر ویلي د ډونالډ ټرمپ له خوا له اروپايي ټولنې د بريتانیا د وتلو پرېکړې ملاتړ، له روسیې سره د هغه نږدېوالی او د "لومړی امریکا" شعار هغه څه دي چې ګنې پوښتنې یې راولاړې کړي دي.
ایښینګر وویل هیلې زیاتې دي چې د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر پېنس به شنبې ورځ دغه کنفرانس ته وینا هم وکړي.
ولفګنګ ایښینګر د امریکامتحده ایالتونو لپاره د جرمني پخوانی سفیر و.
د مرستیال ولسمشر تر څنګ د امریکا د نوې ادارې په دغه لوړپوړي پلاوي کې د دفاع وزیر جیم ماټیساو د کورني امنیت وزیر جان کېلي شامل دي.
سي. ان. ان ټېلیویژني چېنل ته یوه امریکايي چارواکي ویلي چې په دې غونډه کې به مرستیال ولسمشر مایک پېنس د جرمني له وزیر اعظمې انګیلا مېرکل سره خبرې وکړي.
اخوا د اوکراین جمهوري ریاست په خپله ویب پاڼه کې ویلي چې ولسمشر پیترو پروشینکو به هم د امریکا متحده ایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پېنس سره وګوري.
د میونښ امنیتي کنفرانس چې د ناټو غړي هېوادونه یې سرلاري دي په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دغه سازمان سره د ډونالډ ټرمپ ژمنې او روسیې ته د هغه د لیوالتیا په خاطر اندېښنې پیدا شوي دي.
تېره میاشت وروسته له هغه چې ټرمپ ناټو "منسوخه" وبلله خو بیا یې وروسته د پوځي ملګرتیا په اساسي اهمیت هم ټینګار وکړ.
خو وړمه ورځ د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیم ماټیس بیا په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو ته ډاډ ورکړ چې ولسمشر ټرمپ د ناټو قوي ملاتړی دی.
سره له دې هم جیم ماټیس د ناټو په نورو غړیو هېوادونو غږ کړی چې په ګډه دې د ناټو په لګښتونو کې خپله ونډه ادا کړي که نه د امریکا دفاعي ملاتړ د کمېدو خطر به وویني.
"دا یوه منصفانه غوښتنه ده ټول هغه چې په نړۍ کې له ښې دفاع برخمنېږي باید د همدې دفاع او ازادۍ د لګښت په برابرولو کې هم خپله ونډه واخلي. هېڅکله باید هېر نه کړو چې دقیقاً همدا چې موږ یې د ناټو په چوکاټ کې دفاع کوو آزادي ده."
د امریکا د کانګریس یو پلاوی هم د سناتور جان مککین په مشرۍ دې غونډې ته ورغلی دی.
جان مککین که څه هم لوړپوړی ریپبلیکن دی خو د نورو ډېرو مسایلو په شمول د روسیې په اړه د ټرمپ د دریځونو سخت منتقد بلل کیږي.
د میونښ امنیتي کنفرانس د فبرورۍ له اوولسمې پیل او تر نولسمې دوام کوي چې پکې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د اروپايي ټولنې مشر، د ناټو سرمنشي او د نړۍ څه باندې دېرش ولسمشران، اتیا دفاع وزیران او نور چارواکي ګډون کوي.
په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د عراق وزیر اعظم حیدرالعبادي له نورو مهمو ګډونوالو څخه شمېرل کېږي.
دوی ټول به د نړۍ په روانو کړکېچونو او نړیوالو امنیتي ګواښونو د میونښ په ۵۳ امنیتي کنفرانس کې بحث کوي.
صفي الله ستانکزی