پاکستان پوځ: افغان دولت دې وسله وال ووهي یا دې وسپاري

د پاکستان پوځ افغانستان حکومت ويلي چې د وسله والو ډلو پر ضد دې کاروياني وکړي يا دې پاکستان ته حواله کړي۔

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ای ايس پي ار خبر پاڼې تر مخه نن د جمعې په ورځ د افغان سفارتخانې اعلا چارواکي په پنډۍ کې د پوځ سر دفتر (جنرل هيډ کوارټر) ته وربلل شوي او د ۷۶ وسله والو فهرست يې ورته سپارلی دی۔

د ای ايس پي ار بيان ترمخه له افغان چارواکو دا غوښتنه وشوه چې د دې وسله والو پرضد دې زر تر زره کاروايی وکړي يا دې یې پاکستان ته وسپاري۔

کار پوهان وايي چې د ترهګرۍ مخنيوی او په سيمه کې د امن رواستو لپاره دواړو هېوادونو ته ناسته او په شريکه د دې مسلو هوارول پکار ده۔

په دې اړه د سيمه ايزو چارو کار پوه او د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي چې افغان دولت په ډېرو سیمو کې واک نه لري نو په داسې حال کې فهرستونه ورکول يو رسمي ګام کېدلی شي خو د دغو وسله والو پر ضد د کوم ګام تمه لرل نه ده پکار۔

(د افغانستان داسې ډيره علاقه ده چې هلته د دولت عملداري نه شته نو بيا له هغوی تمه لرل چې د وسله والو پرضد به ګامونه پورته کړي نو دا سمه نه ده۔ او که په رسمي توګه افغانستان ته احتجاج وکړل شوي او فهرستونه ورکړي نو چې دا خلک مطلوب دي نو دا بيا بېله خبره ده.)

د دفاعي چارو کار پوه ريټايرډ بریګېډيېر اسد منير وايي چې دواړه هېوادونه دې د ترهګرو فهرستونه يو بل ته وسپاري چې دا شان په ګډه د ترهګرۍ مخنيوی وشي.

د نوموړي په وینا د دواړو خواوو سختو بيانونو له وجې له تعلقاتو سره سره د امنيت حالات هم خرابېدلی شي۔ پکار ده چې کابل او اسلام اباد دواړه د خبرو لپاره پر يوه مېز کېني۔

(خبره دا ده چې اشرف غني او نواز شريف دې له يو بل سره وویني يو ځای دې کېني او په دې دې خبرې وکړي چې دا مسله به څنګه حل کېږي، بل دا چې موږ به هلته اېکشن اخلو تاسو دلته واخلئ نو په داسې طريقه مسلې هوارېدلای شي خو مکمل امن نه شي راتلی ځکه چې دا څلويښت کاله زړه مسله ده د افغانستان۔ خو بيا هم خبرا دا ده چې تر څو په افغانستان کې امن نه وي په پاکستان کې امن نه شي راتلی چې هلته طالبان راځې نو په پاکستان کې به هم راځي۔ زه خو وايم چې افغانستان وړوکې هېواد دی. هغه که هر څنګه بيانونه ورکوي نو پاکستان ته یې ځواب نه دی ورکول پکار. خو اوس پر پاکستان پوځ هم فشار اچول کېږي چې ګنې ترهګري ختمېدو خبرو پس هم دا حملې کېږي نو دغه وجه ده چې پوځ په دې دا قسمه اېکشن اخلي۔)

تيره شپه په سېند صوبه کې په سېوڼ شريف مزار تر حملې وروسته د ای ايس پي ار وياند ډایريکټر جنرل آصف غفور پر ټوېټر په خپل بيان کې ويلي دي چې په پاکستان کې د روانې ترهګرې منصوبه بندۍ د افغانستان نه کېږي او د ترهه ګرې هدايات هم د افغانستان نه راروان دي خو پاکستان به د دغې کاروايانو ځواب ورکوي۔

بل پلو د پنجشنبې ورځې ناوخته په سېوڼ شريف مزار تر حملې وروسته د امنيتي اندېښنو له کبله تورخم او چمن پوله هم تړل شوې ده۔