د تورخم او وېش پولي نن د جمعې په ورځ د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې دي او څرګنده نهده چې کله پرانيستل شي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې تېره شپه د سېند په سېوڼ سيمه کې د لعل شهباز قلندر پر مزار تر بريد وروسته اعلان وکړ چې له افغانستان سره ګډه پوله به د امنيت په خاطر تر ناڅرګندې مودې تړلې وي.
Pakistan-Afghanistan Border closed with immediate effects till further orders due to security reasons.
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) February 16, 2017
پاکستانيو سرحدي ځواکونو ته امر شوى چې که چا تر پولي د اوښتو را اوښتو هڅه کوله، بې له ځنډه دې وويشتل شي.
د پوځ عامه اړيکو څانګې په تازه خپاره کړي خبر کې ويلي چې نن د جمعې په سهار يې په اسلاماباد کې د افغان سفارت ډيپلوماټان په راولپنډۍ کې د پوځ مرکزي قرارګاه ته ور وبلل او ځینې و يې غوښتل چې په افغانستان کې د مېشتو وسلهوالو په ضد دي 'سمدستي اقدام' وکړي او يا دې يې پاکستان ته ور وسپاري.
د پوځ عامه اړيکو څانګې مشر بريد جنرال آصف غفور پر ټويټر په خپاره کړي خبر کې ويلي چې افغان ډيپلوماټانو ته يې د هغو ٧٦ تنه وسلهوالو لېسټ وړاندې کړى چې وايي، په افغانستان کې پټنځايونه لري او له هغه ځايه په پاکستان کې وسلهوالې حملې تنظيموي.
Afg Embassy officials called in GHQ. Given list of 76 Ts hiding in Afg. Asked to take immediate action / be handed over to Pakistan.
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) February 17, 2017
دا لومړى ځل دى چې د بهرنيو چارو د دفتر پرځاى د پاکستان پوځي چارواکي افغان ډيپلوټان ور احضار کړي دي.
د سيند په سېوڼ کې د لعل شهباز قلندر پر مزار بريد په يوه اوونۍ کې د ترهګرۍ شپږم بريد دى، تر دې وړاندې په لاهور، کوټه، آواران، پېښور، مومندو او ډېره اسماعيل خان کې په بېلابېلو پېښو کې تر سلو زيات کسان و وژل شول چې د پاکستاني پوليسو لوړپوړي افسران، ملېشه عسکر او پوځي سرتېري هم پهکې شامل دي.
د پوځ د عامه اړيکو څانګې خبر ورکړى چې د پنجشنبې په سهار د بلوچستان په لېرې پرته آواران سيمه کې د پوځ يوه قافله روانه وه چې د سړک له غاړې ورته ښخ شوى ماين ورباندې وچاودېد او په نتيجه کې يې يو تورن او دوه نور پوځي سرتېري و وژل شول او دوه نور ټپيان شول.
د لعل شهباز قلندر پر مزار تر بريد وروسته په ټول پاکستان کې امنيت ټينګ شوى او د دې هېواد پر مهمو دولتي تأسيساتو، دفترونو، پوهنتونونو او مزارونو د امنيتي کسانو شمېر زيات کړاى شوى دى، د دې تر څنګ په وسلهوالو کسانو پسې پلټنې هم پيل شوي او خبر ورکول کېږي چې د پنجاب په سيالکوټ ښار کې ٣٤ تنه افغان کډوال نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د تېر ٢٠١٦میلادي کال په جون کې هم پر تورخم پوله د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د شخړې په نتيجه کې د تورخم لاره يوه اوونۍ تړل شوې وه او په اګسټ مياشت کې وېش پوله هم د پاکستاني چارواکيو له خوا تر دې ادعا دوې اوونۍ تړلې وه چې وايي، په سپينبولدک کې افغان مظاهره چيانو پاکستاني بېرغ ته اور اچولى وو.
رپوټ: بارکوال مياخېل