د افغانستان علماوو شورا د کابل وروستۍ حمله په کلکو ټکیو وغندله او دا حمله یې یو غیراسلامي او غیر انساني عمل یاد کړ.
د دغې شورا ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي په سېشنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې همدارنګه د جګړې په ښکېلو غاړو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او خپلې غوښتني د خبرو اتر له لارې مطرح کړي.
په کابل کې د افغانستان پر ستره محکمه د دوشنبې ورځې په حمله کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ژوبل دي.
تردې وړاندې دغه حمله افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحده ایالاتو لخوا په سختو ټکو غندل شوې ده.