په وینو لړلیو واورو باندې په خپلو ګونډو ناسته ویرجنه نادیه ولکووا د خپلې وژل شوې ۶۰ کلنې مور کاتيا بدن پلټي.
۲۴ کلنه ولکوا ژاړي او کوشش کوي چې د خپلې مړې مور له بدنه وینه لیرې کړي. د اوکراين ختيز ښاراودييوکا کې ته څلور ورځې وړاندې جګړه بیا راګرځېدلې ده.
د فبرورۍ په لومړۍ نېټه شاوخوا اووه نيمې بجې توغنديو دغه ښار په نښه کړ. په دغه ښار کې تر ۲۲۰۰۰ پورې وګړي اوسېږي. د دغه ښار هستوګن وايي چې کاتيا ولکووا د هغې مور او نيا له خپل کوره مارکيټ ته په لار ووژل شول.
په لومړي ځل نېږدې درې کاله وړاندې د اوکراين ختیز کې جګړه پيل شوې وه.
د حکومتي ځواکونو او د روسيو په ملاتړ بيلتونغوښتونکو ترمنځ سختې جګړې شوې دي. په دې کې اودييوکا ښار تر ټولو زيات ځپل شوی دی.
د جنورۍ له ۲۸ نېټې څخه په دغه ښار بمبارۍ کېږي. دغه صنعتي ښار کې ځای پر ځای د ودانیو ماتې شیشې دي او ویر دی. دلته د توپو ګوله بارۍ له وجې ډېر کم خلک تر سترګو کېږي.
دوه کاله وړاندې په دیبالڅیو سيمه کې سختې جګړې شوې وي. د هغې جګړې مقصد له دې ځایه ۷۰ کلوميټره لیرې په شمال ختيځ کې د اور ګاډي یو سټراتيژیک چوک نیول وو. هغه جګړه د سلګونو هغو اوکراينیو سرتېرو په وژلو ختمه شوه، چې روسیو او د هغوی لاسپوڅیو بيلتونغوښتونکیو راګير کړي ول.
هغه جګړې د سولې جوړجاړي ته ورسېده چې د منسک دويم تړون نومېږي. خو د دغه ښار یوه هستوګن پيترو ايوانوويچ وايي اودييوکا دومره بد ښار نه وو. دي وايي دا دیبالڅیو غوندې نه دی.
د حکومتي ځواکونو او روسي پلوو بيلتونپالو ترمنځ د جنورۍ له ۲۹ مې نېټې راهیسې په جګړه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي. د اوکراين ځواکونو ويلي دي چې په تازه نښتو کې دوه پوځيان وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د بيلتونپالو لخوا د مرګ-ژوبلې په اړه هېڅ نه دي ويل شوي.
اوسېدونکي وايي، دواړه لوري ملامت دي.
يو بل کس ويکټر وايي چې اوکرانيان اتلان دي. دا څه رنګه د اتلولۍ عمل وو.
په اودييوکا ښار کې بجلي نه شته او په هغه ځای کې د تودوښې کچه (درجه حرارت) تر منفي ۱۸ پورې رسېږي.
د اوکراين د ملي امنيت او دفاع شورا مشر اوليګزانډر تورچینوو مشال راډيو ته ویلي چې د شاوخو ۲۴ کورونو چتونه د بمباري له وجې له منځه تللي دي.
په اودييوکا ښار کې بجلي نه شته او په هغه ځای کې د تودوښې کچه (درجه حرارت) تر منفي ۱۸ پورې رسېږي. د هغه ښار د سکرو کارخانه هم له کاره لوېدلې ده.
د کارخانې مشر موسا ماګودوف وايي تر ۴۰۰۰ پورې کارکونکي اضافي وخت هم کار کوي او کوشش کوي چې ښار ګرم وساتي. خو د ده په خبره د کارخانې یوازې شل فيصده برخه فعاله ده.
که چېرې دغه کارخانه بنده شي، نو هغه ښار به په کلي بدل شي.
په هغه ښار کې د بشري مرستو په ځای کې تر دوو زرو پورې کسان ولاړ وي، چې خوراک ترلاسه کړي او خپلځان تود وساتي.
د مرستندويه ادارې کارکونکیو په خبره تر ۱۷۵ کسانو چې پکې ۸۸ماشومان شامل دي له هغه ښاره اېستل شوي دی.
د هغه ښار ټول اوسېدونکي نه غواړي چې له ښاره بهر ولاړ شي.
يو ښځه وايي چې دوی ژوندۍ پاتې شوي، او ژوندي به پاتی شي.
خو نور جلا نظرونه لرلي.
د دونسيوک ګورنر پاولو ژيبریوسکي اوسېدنکیو ته ويلي چې د ښار بجلۍ بحالولو او د ښار تودولو لپاره کار کوي. خو د خبرو پروخت خلکو بيا بيا مداخلت کولو.
يو ښځې په چیغو وويل چې د بمبارۍ مخه به څنګه نيسئ.
يوه بل پکې وويل چې دوی څه رنګه کولی شي چې د شپې ويده شي.
يو بل په کې وويل چې د جنګ ختمولو لپاره څه ضروري دي، دلته موږ حلالېږو.
راپور: د مشال راډيو انګريزي څانګې خبريال کريسټوفر ملر
ژباړه: ګل اياز