"امريکا ښايي پر ايران نوي بنديزونه و لګوي"

د زيارت په ورځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو، د باليسټک توغنديو د ازموينې پر سر يې ايران ته رسمي خبرداری ورکړی دی.

امريکايې رسنيو ويلي، سپينه ماڼۍ ښايی د جمعې په ورځ د با ليسټک توغنديو او په منځني ختيځ کې د جګړې لپاره د لاس پوڅو وسله والو ډلو د کارولو پر سر د ايران پر ضد د نوو بنديزونو لګولو تيارۍ نيولی دی.

د زيارت په ورځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو، د باليسټک توغنديو د ازموينې پر سر يې ايران ته رسمي خبرداری ورکړی دی.

رويټرز، اېسوسي اېټډپرېس او فرانس پريس خبري اژانسو د نامالومو امريکايي چارواکو له قوله ويلي، ښايي د ايران تر شل زيات وګړي، شرکتونه او حکومتي ادارې تر بنديز لاندې راشي.

رويټرز زياتوي، په نوي بنديزونو کې ښايي د ايران پر هغو کارخانو بنديز و لګول شي چې د توغنديو په جوړولو کې يې رول لوبولی او کېدای شي سپاه پاسداران ترهګره ډله و ګرځوي چې په اړه يې امريکايي چارواکي تور لګوي چې د وسله والو ډلو له لارې جګړې ته لمن وهي.

رويټرز، اېسوسي اېټډپرېس او فرانس پريس خبري اژانسو د نامالومو امريکايي چارواکو له قوله ويلي، ښايي د ايران تر شل زيات وګړي، شرکتونه او حکومتي ادارې تر بنديز لاندې راشي.

اژانس زياتوي، واشنګټن ښايي له جوهري تړونه د سرغړونې له امله د ايران لپاره د بېخي نه زغم تګلاره خپله کړي.

رويټرز خبري اژانس وايي، پر دغو نوو بنديزونو له څه مودې راهيسې کار روان وو چې د جنورۍ په ۲۹م د تهران له لورې د باليسټک توغنديو ازموينې ډونلډ ټرمپ و هڅولی چې و يې لګوي.

د ټرمپ انتظاميه وايي، ايران د ملګرو ملتونو امنيت شوری له هغه قرارداده سرغړونه کړې چې پکې پر ايران د جوهري وړتيا لرونکو توغنديو نه جوړولو غږ شوی دی.

ايران دا نه مني چې ګواکې له پرېکړه ليکه يې سرغړونه کړې ده او وايي، د جوهري وسلو جوړولو هيڅ اراده نه لري.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د زيارت په ورځ د ټرمپ انتظاميې له لورې د تهران پر ضد کمپاين بې اساسه، تکراري او پارونکی بللی دی او ويلي چې د ميزايل ازموينه يې د سوليځ مقصد لپاره وه.

بل خوا، د امريکايي سېنټ بهرنيو چارو کمېټۍ کې د ډيموکراټ او ريپبلکن ګوند لوړ پوړي غړيو له يو شمېر نورو پارليماني غړيو سره همغږي شوي چې پر ډونلډ ټرمپ یې د اقدام کولو ټينګار کړی.

د پارليمان غړيو پر خپل ليک کې ويلي، پر ايران بايد داسي سخت فشار واچول شي چې له مخې يې دغه هېواد له بې ثباته کوونکو فعاليتونه لاس واخلي.