د پاکستان حکومت په مدرسو کې د اصلاحاتو کولو پرېکړه کړې

د هغه هېواد دولتي راډیو وايي، تېر مازیګر په اسلام اباد کې د ملي امنیت مشاور ناصر جنجوعه په مشرۍ غونډه وشوه چې پکې پرېکړه وشوه چې دیني مدرسې به د هېواد د تعلیمي نظام برخه جوړوي.

په خبر کې راغلي چې د مذهبي چارو او تعلیم له وزیرانو سره په غونډه کې د مدرسو نظام پر عصري کولو بحث وشو او دا چې په دې لړ کې به له ټولو اړونده خواو سره مشورې پیلول کېږي.

په پاکستان کې مذهبي سیاسي ګوندونه او ډلې پر حکومت تور پورې کوي چې پر مدرسو د سختدریځۍ ټاپه لګوي او د ترهګرۍ پر ضد د قامي تګلارې په نوم یې په نښه کوي.