همدا وجه وه چې ځينو پر ټويټر پاڼه له هغه څخه د دې خبرې وضاحت وغوښت. واشنګټن کې افغان سفير حمدالله محب د فرانز ميلبن خبرې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وبلله او له هغه يې وغوښتل چې د خپلو خبرو سپيناوی وکړي.
خو کابل کې د اروپايي ټولنې استازی ميلبن په لږ بدلون سره پر خپله خبره ولاړ پاتې شو. هغه د سفير محب په ځواب کې وويل چې دا د افغان حکومت پاليسي ده نو ځکه به په وياړ سره د قدرت په غيرمتمرکز کولو کې د افغانستان سيمه ييزو ارګانونو ادارې ملاتړ ته دوام ورکړي.
Its your Government%27s policy and I will continue to proudly support IDLG in promoting decentralization & local democracy @hmohib
— F-M Mellbin (@AmbMellbin) January 30, 2017
دا په داسې حال کې ده چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکم په ۲۰۰۷ کال کې جوړې شوې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مهم هدف د ولايتونو چارې هم آهنګ کول او د سيمه ييزو ادارو پياوړي کولو کې مرسته کول دي.
ډيرو افغانانو پر ميلبن نيوکې وکړي او هغه يې د فيډراليزم ملاتړ په کولو سره د افغانانو تر منځ په بې اتفاقۍ پيدا کولو تورن کړ.
"Choosing government systems for #Afghanistan by foreigners is a failed experience..." @hmohib @AmbMellbin @EUinAfghanistan https://t.co/TDCBRWrj1z
— Aimal Faizi (@AimalFaizi) February 1, 2017
#Mellbin representing a UNION- @EUinAfghanistan is planning to bring DIS-Union for #Afghanistan. https://t.co/1Z7XXKr2AP
— Selay Ghaffar (@SelayGhaffar) January 31, 2017
د افغانستان اساسي قانون ترمخه د هيواد حکومت چارې د رياستي نظام په چوکاټکې پر مخ وړل کيږي.
ځيني افغانان د واک غيرمتمرکز کېدل نويمې لسیزې ته د ګرځيدو په مانا ګڼي. په نويمو کلونو کې افغانستان کې جهادي ډلو د يو بل سره د جګړو په کولو سره بېلابېلې سيمې سره ويشلې او نيولې وي چې له وجې يې په زرګونو خلک مړه او بې کوره شول.
#Afg was decentralised during 90s era when each warlord had a government of his own and it was bloodshed and dead bodies laying everywhere
— H-kakar (@HamidJaanKakar) January 31, 2017
ډاکټر عبدالله د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاينونو پر مهال ازادۍ راډيو سره په يوه مرکې کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ولسمشر شي، سياسي نظام به فدرالي کړي که څنګه، ويلي وو: ((سياسي نظام له رياستي څخه پارلماني ته بدلول زموږ د سياسي تګ لارې برخه ده. دا کار بې له شکه په خپله نه کيږي او د دې لپاره لومړی په کار ده ځيني نور کارونه وکړو. پر اساسي قانون ولاړې يوې لويې جرګې پرته موږ قانون نه شو بدلولی.))
د اوسني ملي يووالي حکومت د جوړيدو لپاره د ولسمشر اشرف غني او اجرايّ رييس عبدالله ترمنځ هوکړه ليک کې راغلي چې د حکومتي نظام د بدلون لپاره به لويه جرګه راغواړي. خو له دوو کلونو تېرېدو وروسته هم دا کار نه دی شوی.
@AmbMellbin It%27s not gov policy, NUG agreement gives option of prime minister if approved by Loya Jirga, it%27s left to the people @hmohib
— Ali M Latifi (@alibomaye) January 31, 2017
د يادونې وړ ده چې اروپايي ټولنه افغانستان ته د ماليمرستې برابروونکو لويو بهرنيوو ادارو څخه ده. د دې ټولنې د ويب سايټ ترمخه د افغانستان ولايتي ادارو پياوړي کولو لپاره يې خوا او شا دولس ميليونه ډالر مرسته کړې ده او په ميليونونو نورې مرستې يې دوام لري.
که له يوې خوا ځينو افغانانو کابل کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي خبرې وغندلې نو بلې خواته ځينو يې ملاتړ هم وکړ.
It%27s the right time for us to engage with https://t.co/WZ1f0CcQA9 on modality of future gov.decentralization can respond 2 Afg.diversity https://t.co/8rxrio3SEg
— Fawzia Koofi (@FawziaKoofi77) January 31, 2017
@alinazary @AmbMellbin @hmohib You mean decentralization with your favorite warlords delegated with power?
— K Faiz (@KhesrawFaiz) January 30, 2017