اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه وکړه

د ارشیف انځور: فرانس مایکل ملیبن د ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ملاقات پر مهال

په کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی فرانز مایکل میلبن وايي اړتیا ده چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له ترینګالي حالت څخه د کار کولو پړاو ته داخلې شي.

د اجراییه ریاست ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، د افغانستان د حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ښاغلي میلبن ویلي هڅه به وشي څو دواړو هېوادونه له یوبل سره کار وکړي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په سیاسي، امنیتي وضعیت او همدارنګه په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو په اړه هم خبرې وکړې.