په کندز کې څلور وسله وال وژل شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ په عملیاتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په کندز کې د پامیر د ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي نن (سېشنبه) رسنیو ته وویل چې دغه عملیات د اسماعیل قشلاق په سیمه کې شوي چې یوه اندزه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.