د دوشنبې په ورځ د خوست د بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان له کېمپ څخه د وزیرستانیو کډوالو د دوه سوه کورنیو لومړنۍ قافله روانه شوه.د کډوالو سره د مخه ښې لپاره د خوست یو شمېر ملکي او پوځي مسوولین د ګلان کېمپ ته ورغلي ول.
په ټولیز ډول په یاد ولایت کې وزیرستانيو کډوالو هلته له اوسیدو، همدارنګه د عوامو او د حکومت د ملکي او پوځي ادارو د منسوبینو له ښه سلوک او همکاری خوشالي څرګندوله.
ستنیدونکو کډوالو مشال راډیو سره په خبرو کې غوښتنه کوله چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې تر دې وروسته د پولې په دواړو غاړو کې د پرتو قومونو او خلکو په مخکې په تګ او راتګ کې خنډونه له مخې لیرې کړي.
د خوست له ګلان پنډغالي وزیرستاني کډوال روان شول
د خوست « ګلان » کیمپ چې د وزیرستان نه د کډه شویو قبایلو تر ټولو زیاتې کورنۍ پکې مېشتې وې
ځیني خلک له ستنېدو وړاندې د کور سامانونه خرڅوي.
پر کډو بارې لارۍ مخ پر غلام خان روانې دي.
په قافلو کې روان کډوال خوشاله دي چې خپلو مېنو ته به ورسیږي.
کډوال په مرحله وار ډول ستیږي، هره ورځ ۲۰۰ کورنۍ له افغانستانه ووځي.
له ستنېدو وړاندې یو یادګاري عکس، بیا به څوک چېرته وي او څوک چېرته؟