جمیعت علما اسلام په جمرود کې مظاهره وکړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان جمیعت علما اسلام ګوند د یکشنبې په ورځ د جمرود په ( باب خیبر ) کې د ایف سي ار قانون د ختمولو او د قبایلي سیمو په یوې ځانګړې صوبې د بدلولو غوښتنه وکړه. د نوموړي ګوند مشرانو په دې موقع وویل چې دوی نه غواړي قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي. نوموړی ګوند له ډېرې مودې راهیسې دغه غوښتنه کوي او وايي د فاټا اصلاحاتي کمیټې هغه راپور سم نه دی چې وايي ډیری قبایل په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملېدل غواړي. فرهاد شینواری نور حال په دې ویډیويي راپور کې درکوي.