خوست: وزیرستاني کډوال د واپسۍ عمل اسانولو غوښتنه کوي

د خوست د ګلان کیمي کډوال

د خوست په ګلان کېمپ کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال وايي خپلو سیمو ته ستنیدلو پرمهال دې ورسره په امنیتي پوستو نرمي وکړل شي او د کومو کډوالو چې کورنۍ په خوست کې وي او په بنو کې یې وطن کارډونه ترلاسه کړي، د هغوی د ستنېدلو لپاره دې هم انتظامات وکړل شي.

په یاد کېمپ کې مېشت مولوي خان دراز وايي د شمالي وزیرستان پولیټیکل انتظامیې ورته ویلي چې فی الحال وطن کارډ لرونکيو کډوالو ته د ستنیدلو اجازت نه شته. نوموړي زیاته کړه:

په افغانستان کې د ګلان کیمپ

« چارواکي وايي په دې عمل کې به د ګلان کېمپ یواځې هغه وزیرستاني کډوال ستنول کیږي چې وړاندې یې رجسټرېشن نه دی شوی او وطن کارډونه یې نه دي اخیستي. اوس ډیر داسې کډوال شته چې کډه یې خوست ته وړی او په یوه او بله لاره پاکستان ته اوښتي، هلته یې د کډوالو په لیسټ کې نوم لیکلی او د مرستو وطن کارډونه یې ترلاسه کړي. خو اوس مسئله دا ده چې دوی خپلې کورنۍ او کډې په دې واپسۍ کې نه شي ستنولی. مونږ په دې هکله له چارواکو غوښتنه کوو چې د دغو کډوالو لپاره دې هم جدا نیټه وټاکل شي.»

مونږ له دواړو هېوادونو غوښتنه کوو چې د کډوالو د واپسۍ پرمهال دې په دې پوستو نرمي وکړل شي .
قبایلي مشر حاجي سلیم داوړ

هلته په خوست کې مېشت د وزیرستاني کډوالو یو مشر ملک حاجي سلیم داوړ د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه کوي چې د واپسۍ پر مهال دې په امنیتي پوستو د دوی د اوښتو عمل اسان کړل شي. نوموړي زیاته کړه:

« د افغانستان لخوا افغان امنیتي ځواکونه او سرحدي ملیشاوې پوستې او کېمپونه لري او پاکستان خوا ته بیا د دغه هېواد ملیشه ځواک او پوځ پوستې لري. مونږ له دواړو هېوادونو غوښتنه کوو چې د کډوالو د واپسۍ پرمهال دې په دې پوستو نرمي وکړل شي، ځکه چې ډېره یخني ده، تکلیف دی او که هر تن، هر ګاډی او هره کډه په هره پوسته لټول کیږي نو ډېر به وځپل شي او خپلو سیمو ته په رسیدلو به یې ډیر زیات وخت ولګي.»

په هره مرحله کې به ۲۰۰۰ کورنۍ ستنول کیږي او د دوی لپاره مو د هر ډول اسانتیاوو بندوبست کړی دی.
مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد انوارخان

بلخوا د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد انوار خان شیراني وايي د واپسۍ دغه عمل به په درېوو مرحلو کې ترسره کیږي او دې لړ کې یې ټول انتظامات مکمل کړي دي:

« په هره مرحله کې به ۲۰۰۰ کورنۍ ستنول کیږي او د دوی لپاره مو د هر ډول اسانتیاوو بندوبست کړی دی. دوی ته به د ستنولو لپاره ګاډي ورکول کیږي. په غلام خان باندې هم د دوی لپاره د خوراک انتظام شوی او په بکا خیل کډوالو کېمپ کې هم د دوی لپاره سهولتونه برابر کړي چې له رجسټرېشن وروسته به خپلو سیمو ته ستانه کړل شي. دغه کډوال له افغانستانه خپل شخصي ګاډي هم له ځان سره راوستلی شي. او کوم کډوال چې وطن کارډونه لري د هغوی د ستنولو په عمل هم غور کیږي.»

یاده دې وي چې په ۲۰۱۴م کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو شورو کیدو سره شپږ زره کورنۍ د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوې وې چې د واپسۍ دا اولنۍ مرحله به یې له شپاړسمې جنورۍ نه تر شپږویشتمې جنورۍ پوری دوام ولري.