په بلوچستان کې له کلونو وروسته واوره شوې ده
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
کوټه: د بلوچستان صوبې د مرکز کوتې تر څنګ په زیاتره پښتونخوا مېشتو سیمو کې له اوږدې مودې وروسته د جمعې له شپې د واورې او باران لړۍ پیل شوې ده.
د کوټې د ښار اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي چې که څه هم دوی د واورې او باران په لړۍ خوشاله دي خو له دې کبله د بجلۍ ، ګېس او اوبو په ترلاسه کولو کې یې ستونزې هم زیاتې شوې دي.
د کوټې تر څنګ په زیارت ، ږوب ، لورالايي او نورو سیمو کې هم له میاشتو وروسته باران او له کلونو وروسته واوره شوې ده.
په دې اړه د ایوب ترین رپوټ واورئ