اسلام اباد: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي ، راحیل شریف د اسلامي هیوادونو د پوځي مشرۍ لپاره له حکومته اجازت نامه نده غوښتې.
خواجه اصف دا خبره د چارشنبې په ورځ سېنټ ته د څرګندونې پر مهال کړې ده.
هغه ویلي ، د پاکستاني پوځ پخوانی مشر ریټایرډ جنرال راحیل شریف که د اسلامي هیوادونو د پوځ مشري قبلول غواړي نو به لومړی د پاکستان له حکومته رسمي اجازه اخلي.
د پاکستان د سېنټ مشر رضا رباني له هغه وروسته له حکومته د وضاحت غوښتنه وکړه چې رسنیو وویل راحیل شریف د یاد پوځي اتحاد مشر ټاکل شوی دی.
د راحیل شریف له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
خواجه اصف ویلي ، که یې د راحیل شریف له خوا د اجازت لپاره دروخواست ترلاسه کړ نو به له قانون سره سمه پرېکړه کوي.
د یادونې وړ ده چې خواجه اصف څو ورځې وړاندې له یو پاکستاني ټلویزیون سره په مرکه کې د دې خبرې پخلی کړی وو چې راحیل شریف د اسلامي هیوادونو د پوځي اتحاد مشر ټاکل شوی دی.
په دې پوځي اتحاد کې د نهه دېرش اسلامي هیوادونو عسکر دي او مشري یې سعودي عرب کوي.