کوټه کې پر یوه ګاډي برید پنځه تنه ژوبل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان مرکز کوټه کې د جمعې پر ورځ ناڅرګندو وسله والو پر یوه ګاډي په برید کې پنځه کسان ژوبل کړي دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې د پولیس یوه چارواکي وویل چې برید پر شییعه هزاره ګانو شوی چې په یو ټېکسي کې یې سواره ول. په پنځو ژوبلو کسانو کې دوه یې مرګوني دي. پولیس وايي دا یو هدفي برید وو او بریدګر په تېښته بریالي شوي دي. هېڅ یوې ډلې د دغه برید ذمه واري نه دي منلې.