د بشري حقونو لپاره د پاکستان سینټ یوې کمیټۍ د هندوانو د ودونو بل په یوه خوله منظور کړ.
د دوشنبې په ورځ د سینټرې نسرین جلیل په مشری د یوې غونډي پر مهال د سینټ فنکشنل کمیټۍ د هندوانو ودونو د ۲۰۱۶ م کال بل منظور کړ.
د دې بل له مخې به د هندوان کولای شي چې د خپلو ودونو د رجسټرېشن او یا هم له واده وروسته له یو بله د بېلېدو یا طلاق لپاره عدالت ته ولاړ شي.