د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنيت سرتېرو دوه انسان تښتوونکي له يوه ډاډسن موټر سره په داسې حال کې نيولي چې د سرحدي پوليسو یونيفورم يې اغوستی وو او ځانونه يې د سرحدي پوليسو له هغې ډلې څخه شمېرل چې له ملي امنيت سره په همغږۍ دنده تر سره کوي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼي د شنبې پر مازیګر د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې نيول شوي کسان د رسنيو د استازو په وړاندې ودرول.
ده وویل چې یو عطاالله او بل ناصر نومېږي او دوید بهسودو ولسوالۍ اړوند تعميراتو سيمه کې چیک پواینټ اچولی او د یوه ملي سوداګر د تښتولو په خاطر يې پلټنېتر سره کولې.
خوږیاڼي وايي چې نیول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی ویلي يې دي چې تر دې وړاندې يې هم د پوليسو د یونیفورمپه ګټې اخیستنې بېلا بېل جرمونه سر ته رسولي دي.
د خوږياني په خبره نیول شويو کسانو د تحقیقاتو په دوران کې څو تنه نور ملګري هم ښودلي چې د هغوی د نيولو هڅې هم روانې دي.