پرويز خټک په راهدرۍ کې له پښتنو سره دهوکه کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پرويز خټک په اقتصادي راهدرۍ کې له پښتنو سره دهوکه کړی د پاکستان/چين اقتصادي کاريډور فرنټ په نامه د سازمان مشر ډاکټر سيد عالم مسعود وايي دوي د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پرويز خټک د استفا غوښتنه کوي ځکه چې په ياده پروژه کې يې له پښتون ولس سره دهوکه کړی. نوموړی وايي پرويز خټک په بېجېنګ کې د اقتصادي کاريډور په اړه غونډه کې د پښتنو حق له لاسه ورکړی.سيد عالم مسعود وايي بايد چې مغربي ريلوې پټلۍ د بيشام نه د ملاکنډ په لاره پېښور،ژوب،کويټه او بيا ګوادر ته ولاړه شي او دوي د دې نقشه هم اعلا وزير ته ورکړې وه خو پرويز خټک دغه لار وبېله او له پېښوره تر کراچۍ يې هغه ريلوې لاره ومنله کومه چې د لاهور په ګټه او پښتنو په تاوان ده. سيد عالم مسعود وايي د پاکستان/چين اقتصادي پروژه کې له سړک سره د تړلو صنعتي زونونو لپاره شپږ زره اربه روپۍ ايښودل شوي چې په کې وزيراعلا پرويزخټک هغه سړک غوره کړو چې يوازې اته اربه روپۍ خرچه پرې راځي. د ډاکټر سيد عالم مسعود مرکه د غږ په ځاي کې اوريدلی شئ.