'له باجوړه تر وزیرستانه یو جلا کونسل غواړو'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبایلي سیمو دوه مشران مولانا صادق شېرانی او ملک خان مرجان وايي، چې د راتلونکې ۲۰۱۷م کال پر ۱۸ جنورۍ کېدونکې د قبایلي ولس جرګه به د پاکستان واکدارانو ته وښيي چې قبایل به خپلې پرېکړې په خپله کوي. دوی وايي که د پاکستان ریاست په ریښتیا د فاټا لپاره اصلاحات غواړي نو لومړی دې له وزیرستانه تر باجوړه د دغه ولس یو خپلواک کونسل جوړ کړي، بیا دې دغه کونسل پرېکړه وکړي چې خپله صوبه غواړي او که په خېبر پښتونخوا سره یوکېږي. د مشال راډيو خبریال غلام غوث ورسره خبرې کړې.