پلټونکې ډلې په تور سمندرګي کې د روسیې د پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښه کې د وژلو شویو کسانو د جسدونو د موندلو هڅه کوي.
د روسي Tu-154 الوتکه شام ته په لاره وه او ۹۲ کسان پکې سپاره وو چې ورکې د موسیقۍ د یو مشهور ارکسترا غړي هم وو. دوی د روسیې په یوه پوځي مرکز کې د نوي کال لپاره د کنسرت پلان درلودلو.
الوتکه د یکشنبې په سهار د ځايي وخت سره سم د سهار په شل منټه کم شپږو بجو په تور سمندرګي کې، د سوچي ښار په ۲۵ کیلومیټرۍ کې له راډاره ورکه شوه.
د روسیې دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې د چا د ژوندي پاتې کېدو اثار نه تر سترګو کېږي.
د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د الوتکې د رالوېدو د پېښې په غم کې د دسمبر په ۲۶ مه د ناورین ورځ لمانځي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د نسکورې شوې روسۍ الوتکې د مړو د موندلو هڅې روانې دي
په سم لاسي ډول د الوتکې د نسکورېدو علت نه دی معلوم شوی او ولسمشر پوتین وزیراعظم دیمیتري میدویدیف ته امر کړی چې د دغه پېښې د څېړلو لپاره دې یو لوړ پوړی حکومتي کمیسون په کار وګوماري.
ولسمشر ولادي میر پوتین د یکشنبې په ورځ په سن پیترزبورګ کې خبریالانو ته وویل:
« زه په دې پېښه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته د زړه له تل نه خواخوږي ښکاره کوم. د دې الوتکې د نسکورېدو د علت د موندلو لپاره به پوره پلټنې وشي، د وژلو شویو کسانو د کورنیو د ملاتړ لپاره به پوره اقدامات وشي.»
د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې ورځې تر ناوخته د سوچي له ساحله لږ تر لږه د لسو کسانو د جسدونو د موندلو پخلی کړی و.
په یاده سیمه کې لسګونه بېړۍ، ډرون الوتکې او لامبوزن د نورو مړو د موندلو لپاره په کار بوخت دي. د ۳۰۰۰ په خواوشا کې کسان د پلټنې په عملیاتو کې برخه اخلي.
TU-154 الوتکې د الوت له پلوه خوندي نه ګڼل کېږي او د کال ۲۰۰۰ راهیسې د نسکورېدو په ګڼو پېښو کې یې له ۸۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. په ۲۰۱۰ م کال کې د همداسې یوې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د هغه مهال پولینډی ولسمشر لیخ کژانسکي هم وژل شوی و. د نوموړي الوتکه د روسیې په سمولینسک ښار کې نسکوره شوې وه.