د افغانستان کندهار ولايت وياند صمیم خپلواک د چارشبنې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې امنیتي ځواکونو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۴۹ وسله وال وژلي او ۲۸ نور يې ژوندي نیولي دي.
د هغه په خبره دوی کې ۱۹ هغه وسله وال دي چې په ښار کې يې هدفي وژنو او چاودنو کې لاس درلود.