ننګرهار: ملي امنيتي ځواکونه ونازول شول

د ننګرهار ولایتي ادارې د یوې غونډو په ترڅ کې د دغه ولایت د ملي امنیتي ځواکونو يو شمير سرتيري د هغوی د ښو لاسته راوړنو له امله په ستاینلیکونو ونازول.

د افغان ملي امنیتي ځواکونو دغه ستاینغونډه د سیشنبې پهماسپښين د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې پر ګڼ شمير ولایتي چارواکو سربېره په کې دیني عالمانو او قومي مشرانو هم ګډون کړی و.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خپلو خبرو کې وویل، که د افغان ملي امنيتي ځواکونه سرښندنې او میړانه نه وای، اوس به ننګرهار د داعشیانو په مرکز اوښتی و.

(( زموږ دا غونډه د هیواد د اتلو وسله والو ځواکونو، په ویاړ او د دوی د ستاینې او قدردانۍ په موخه جوړه شوې ده. د وطن د هغه بچې د ستاینې په موخه چې د ژوند هره شېبه يې د هيواد او د هیوادوالو د عزت او سوکالۍ لپاره وقف کړی دی.))

د ننګرهار د حج، اوقافو او ارشاد رییس مولوي عبدالظاهر حقاني په ټولو ملا اماما غږ وکړ چې د ممبر له لارې خپل نظام او ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ ته خلک راوبولي.​


(( څرنګه چې زموږ ډير علما د داعش او طالب له لاسه په شهادت ورسیدل، د علماوو نه زموږ غوښتنه دا ده چې د دوی په وړاندې په کلک عزم ودریږي او د منابرو له لارې، اصل دين ولس ته وښيي. د خپل نظام او خپلو ملي ځواکونو نه حمایه وکړي. دوی وستایي او د خپل نظام تایید ځکه د دوی فریضه ده چې زموږ اردو او پولیس د مسلمانانو بچيان دي.))

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لال محمد دراني وويل، د ملي امنيتي ځواکونو تر څنګ هغه ولسي وګړي هم وستایل شي چې د عملیاتو په دوران کې يې د دوی ملاتړ او ننګه کړې ده.

(( د دغو ځوانانو کړنې چې په تېرو څو کلونو کې يې د ننګرهار لپاره بلکې د ټول مشرقي لپاره کړي دي، د ستاینې وړ دي. د دوی ترڅنګ د هغو مخورو قومي مشرانو، دیني عالمانو، ورونو او خویندو، په کليو او بانډو کې يې د دوی ملاتړ کړی، د هغو خلکو کړنې هم موږ او تاسې له پامه ونه غورځوو.))


په دغه غونډه کې د ملي اردو، ملي پوليسو، عام نظم پوليسو او ملي امنیت ریاست مشرانو ته د ستاینلیکونو تر څنګ د شجاعت تورې هم ورکړل شوي او په لسګونو هغه سربازانو او افسرانو ته ساتینلیکونه ورکړل شول چې په تير يوه کال کې يې ښې لاسته راوړنې لرلې وې.