د ننګرهار امنیتي چارواکي ادعا کوي چې درې تنه وسله وال طالبان چې په بیلابیلو تخریبي کړنو کې یې لاس درلود، د ملي امنیت کارمندانو نیولي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي د سیشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل:دوه تنه چې یو یې د هسکې مېنې او بل یې د پچیر و اګام ولسوالۍ دی،د شپږمې ناحیې اړوند رینګ روډ باندې په داسې حال کې نیول شوي چې د سړک په غاړه یې ماینونه ځای په ځای کول.
خوګیاڼی زیاتوي چې دریم تن یې د اچین ولسوالۍ دی چې په جلال اباد ښار کې نیول شوی دی.
د خوګیاڼي په خبره دغه کس غوښتل چې یو تن مهم دولتي شخص وتښتوي او په بدل کې یې د مهمو نیول شویو وسله والو طالبانو د خوشې کیدو شرط حکومت ته وړاندې.
خوګیاڼی ادعا کوي چې دریواړو نیول شویوکسانو په خپلو جرمونو اعترافونه کړي دي.
--