ضیا الدین یوسفزي خپل پخواني ښوونځي ته سامان ډالۍ کړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سولې نوبېل انعام ګټونکي ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي په شانګله کې هغه ښوونځي ته څوکۍ او مېزونه ورکړي دي چې ده پکې خپله زده کړې پیل کړې وې. زده کوونکي وايي، پخوا به پر ځمکه ناست ول، ساړه به یې کېدل او جامې به یې ناولې کېدې. د سکول استادان خوشاله دي چې دا سامان ورسپارل شوی دی. ویډیويي رپورټ.