محمودخان اڅکزی وايي، د پښتنو او افغانانو ځورول جرم دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغان کډوال دې نه ځورول کېږي: محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، دا حق لري چې ځايي شهریت ورکړل شي.

محمودخان اڅکزي په مشال مرکه کې د څرګندونو پرمهال وویل، په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول باید بند شي. دی وايي د پاکستان امنیتي ادارې دې هغه افغان کډوال چې د مهاجرت کارتونه لري، نه ځوروي.

نوموړی پښتون مشر وايي په پاکستان کې ځايي پښتانه هم ځورول کېږي او ورته ویل کېږي چې تاسو د افغانستان یئ. اڅکزی زیاتوي چې د پاکستان حکومت دې خپل دریځ بدل کړي، نه دې د پاکستان پښتانه په عذابوي او نه دې هم له افغانستانه راغلي کډوال ځوروي. خان وايي د پښتنو دا ډول ځورونه یو جرم دی.

له نوموړي سره په کراچۍ کې د مشال همکار محمد عمران ځانګړې مرکه دلته لاندې په فلش پلیر کې واورئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

محمودخان اچکزي سره مرکه