پر تورخم د ډریوارانو احتجاج

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغان او پاکستانیو ډرایوارانو په تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د افغان حکومت لخوا د اضافي مالیې (ټېکس) پرضد خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی. ډرایواران وايي، افغان حکومت ترې د ځمکې مالیې په نوم ۵ زره افغانۍ غواړي او دوی يې ورکولو ته تیار نه دي او د ختمولو غوښتنه یې کوي. د تورخم پولیټیکل چارواکي وايي چې د احتجاج په نتیجه کې د پولې (ډیورنډ کرښې) دواړو غاړو ته په سلګونه ګاډي جمع شوي دي. په دې اړه د افغان حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.