شام: داعش وسله والو تاريخي ښار پالميرا بيا ونيوه

د شام پوځ په حلب ښار کې يوه لويه ضلع نيولې خو پالمېرا څخه د شاتګ په نتيجه کې دغه تاريخي ښار يو ځل بيا داعش وسله والې ډلې ته په لاس ورغلی.

د شام د بشري حقونو د څارنې ادارې ويلي چې د شام امنيتي ځواکونو نن له ياغيانو څخه د حلب شيخ سيد ضلع ونېوله. د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمان زياته کړې چې اوس د حلب ۹۰ فیصده برخه د شام حکومتي ځواکونو په لاس کې ده.

دغلته پر زمکه جنګېدونکو شامي ځواکونو سره د روس هوايي بريدونو مرسته کړې ده.

بلخوا له حلب څخه دوه سوه کيلومټره ليري داعش وسله والو هغه مهال د پالميرا تاريخي ښار بيا ونيو چې د شام حکومتي ځواکونو خپل مرکزونه پرېښودل. د چارواکو په خبره د ځواکونو تر وتو مخکې يې اتيا فيصده خلک له دې سيمې ويستلې دي.