د شبقدر ځوانان وايي د لوبو میدان ترې کباړیانو قبضه کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شبقدر ځوانان وايي د لوبو په اکي یو میدان کې ورته د ساعت تېرۍ وخت نه ورکول کېږي. دوی وايي د اونۍ په نورو ورځو کې دوی په سکولونو او کالجونو کې وي، خو د اتوار په ورځ چې دوی فارغه وي او د لوبو وخت لري، نو بیا دغه میدان د کباړیانو مېلې په خپله ولکه کې اخېستی وي. په دې ویډیويي راپور کې چې د مشال خبریال شهنواز ترکزي جوړ کړی تاسو وینئ چې ځینې ماشومان د کباړیانو د مېلې باوجود په میدان کې فټ بال کوي.