د بشري حقونو ډلې وايي چې د بلوچستان د چارواکو لخوا په دغه صوبه کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره شوې ژمنې عملي شوي نه دي.
د بلوچ هیومن راهټس ارګنایزیشن او وایس فار بلوچ مسنګ پرسن د سیوري لاندې پرون په کوټه کې يوه غونډه وشوه. د وایس فار بلوڅ مسنګ پرسن مشر نصرالله بلوڅ په دې موقع وويل:
« په بلوچستان صوبه کې، د بشري حقونو خلاف ورزي روانه ده. دلته د بلوڅو سیاسي کارکونکیو د ورکېدو لړۍ روانه ده. دلته ماورای عدالت قتلونه هم جاري دي.»
بلخوا د بلوچستان وزيراعلی نواب ثناء الله زهري په خپل پیغام کې ویلې دي چې حکومت د بشري حقونو د باوري کولو لپاره ګامونو اخېستو ته تيار دی.
په بلوچستان صوبه کې فعالین وخت په وخت پر حکومت او استخباراتي ادارو نیوکې کوي چې سیاسي کارکونکي پورته کوي او بیا د هغوی د ژوند څرک نه معلومیږي. دوی د پاکستان نه علاوه په بهرنیو هیوادونو کې هم د ورکو بلوڅو د موندلو لپاره خپل اواز پورته کړی دی.