د لوېدلې الوتکې ټول مړي اسلام اباد ته ورسول شول
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان هواي کرښې الوتکې پرېوتو په پېښه کې د وژل شوو ټولو کسانو مړي اسلام اباد پیمز روغتون ته رسول شوي دي. د کورنېو چارو وزارت لږه شېبه وړاندې مشال راډيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د مړیو ډی اېن اې ټېسټ تر کېدو وروستبه یې به خپلو کورنیو ته وسپاري.
دغه الوتکه چې د عملې په ګډون ۴۸ تنه پکې سپاره ول د چارشنبې ماسپښین له چتراله و اسلام اباده د په لار د خیبر پښتونخوا د ایبټ اباد په غرنۍ سیمه کې ولوېدله.
د مشال راډيو ویډيو