افغان ځواکونه په مېړانه خپل وطن ساتي. سټولټېنبرګ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بیلجیېم په مرکز بروکسلز کې د ناټو عمومي منشي ینز سټولټېنبرګ د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو د دویمې او ورستۍ ورځې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، له افغان حکومته یې د سولې په خبروکې د پرمختګ، د بشري حقونو په برخه کې د هڅو زياتولو او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړه. د ناټو عمومي منشي ويلي، وسله والو تيرکال اته ځله د افغانستان د ښارونو د نيولو هڅه کړې خو افغان ځواکونو په ميړانه د خپلې خاورې دفاع کړې. او ناټو به د افغان ځواکونو روزنه جاري ساتي. د مشال راډيو ویډيو